حجت الله مجددي خوشې شو

حجت الله مجددي خوشې شو

کابل، چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۸۹

د کاپیسا ولایت ازادو خبریالانو ټولنې مشر او ازاد خبریال حجت الله مجددي د ملي امنیت زندان کې د څلورو میاشتو له تېرو وروسته نن خوشې شو.

د کابل شمال کې د ازادو خبریالانو ټولنې سیمه ییز مسوول احمد حنایش د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې ښاغلی مجددي د چهارشنبې په سهار کابل کې د ملي امنیت له زندانه د خوشې کېدو وروسته، خپل کورته روان شو.

هغه زیاته کړه چې حجت الله مجددي د کورنۍ د غړو او دوستانو له ښه راغلاست سره، کوهستانات ولسوالۍ لومړۍ حصې خپل پلرني ځای ته لاړ.

حجت الله مجددي د ۱۳۸۹ کال وږې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د راپور چمتو کولو پرمهال د کاپیسا ملي امنیت ځواکونو له لورې د دې ولایت کوهستان ولسوالۍ له دویمې برخې ونیول شو.

د حجت الله مجددي له نیول کېدو یوه میاشت وروسته، د کاپیسا ولایت راډیو تلویزیون د امر په توګه له پینځه کالو کار وروسته د کاپیسا ولایت والي غلام غوث ابوبکر سره د اختلاف له امله له دندې ګوښه شو.

تیره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین د حکومت رسنیو مرکز د تاسیس دویم کال لمانځنې په موخه جوړ شوو مراسیمو کې له حکومت غوښتنه کړې وه چې د حجت الله مجددي وضعیت روښانه کړي.

رهین وویل« هغه اوس هم په بند کې دی، له همدې دریځه له حکومت غواړم له څو میاشتو راهیسي چې دا ځوان په بند کې دی، د دې مسلې حقایق ټولو ته وړاندې کړي.»

ملي امنیت ریاست د حجت الله مجددي نیونې لامل د دولتي ضد کړنو کې لاس لرل او ترهګرو سره لاس لرل اعلان کړي و په داسې حال کې چې د دې خبریال پلار او ورور د افغانستان خبریالانو مرکز سره په اړیکه کې دا تورونه په کلکه رد کړي وو او هغه یې قصدي دوسیه جوړل ګڼلي وو.

د افغانستان خبریالانو مرکز د ملي امنیت ادارې د دې کار څخه چې د حجت الله مجددي په خوشې کولو سره یې د هغه کورنۍ، دوستانو او رسنیزو همکارانوته خوښي ورکړه، هرکلی کوي.

مګر د افغانستان خبریالانو مرکز د ملي امنیت ادارې څخه غواړي چې ملي امنیت زندان کې څلورو میاشتو مودې لپاره د دې ځوان خبریال د بندي کېدو حقایق ټولوته روښانه کړي.