په رازق مامون د تیزابې حملې ترسره کوونکي نیونه

په رازق مامون د تیزابې حملې ترسره کوونکي نیونه

کابل، ۲۸ جدی ۱۳۸۹

د افغانستان خبریالانو مرکز په رازق مامون د تیزابي حملې مسوول نیونې له امله د کابل پولیسو د دې کار ستاینې ترڅنګ د افغانستان دولت څخه غواړي تر دا قضیه په مکمل ډول وپلټي او د هغې ترسره کوونکی تر قانوني پلټنو لاندې ونیسي.

د کابل د جنایي جرمونو د تحقیقاتو رئیس محمد ظاهر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پر رازق مامون یې د تیزاب پاشلو عامل نیولی او د تحقیقاتو پر مهال یې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

هغې د قضیې په اړه د زیاتو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې لاهم قضیه تر پلټنې لاندې ده.

د بست باستان خبري اژانس مسوول رازق مامون د هیواد تجربه کار خبریال او پېژندل شوی لیکوال دی چې په رسنیز ډګر کې د خپل منتقدانه لید له امله ډیر مشهور دی.

هغه د سه شنبې په ماښام د جدې میاشتې په ۲۸ مه نېټه خپل کور ته د تګ پر مهال د کابل مکرویانو سیمه کې تر تیزابي حملې لاندې راغلی چې په د سر او لاس برخه کې ټپي شوی دی.

د ولسمشر حامد کرزي د فرمان په اساس رازق مامون د درملنې لپاره هندوستان ته لېږل شوی دی.

رزاق مامون نویسنده کتاب « راز خوابیده»، در باره قتل داکتر نجیب الله رئیس جمهور پیشین، « راز خوابیده، جلد دوم» در مورد قتل فاروق یعقوبی، وزیر اطلاعات او،« احمد ظاهر چگونه ترور شد؟» در باره مرگ احمد ظاهر، خواننده مشهور افغانستان و رمان« عصر خودکشی» می باشد.

رازق مامون د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د قتل په اړه د « ویده راز» د اطلاعاتو او کلتور وزیر فاروق یعقوبي د وژنې په اړه د « ویده راز دویم جلد» د افغانستان مشهور هنر مند احمد ظاهر په اړه « احمد ظاهر څه ډول ترور شو؟» او د « ځان وژنې زماني» رومان کتابونو لیکونکی دی.

مامون بي بي سي راډیو سره د پاکستان پېښور او کابل کې د کارکولو تجربه لري او له هغې وروسته د څه مودې لپاره د ازادې اروپا لپار( ازادۍ راډیو)، طلوع تلویزیون، ماندګار ورځپاڼې او یوشمېر نورو رسنیو سره کار کړی دی.

هغه په خپلو اثارو کې هغه کسان چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو کې یې کار کاوهی اویې یا طالبانو سره اړیکه درلوده او تر دې چې یو شمیر دا کسان چې د افغانستان په اوسني حکومت کې واک لري په دې وژنو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د افغانستان دې مشهور لیکوال تازه په تازه د «رد پای فرعون» تر عنوان لاندې کتاب لیکلی او خپور کړی چې په هغې کې د افغانستان داخلي جنګونو پر مهال د ایران رول باندې تم شوی دی.

رازق مامون وایي چې دا حمله ایران کړې خو ایران په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.