د طلوع تلوزیون په انتقالونکي موټر ځانمرګي بريد کې اووه تنه ووژل شول او زيات شمېر زخميان شول

۳۰جدی۱۳۹۴

کابل: د موبي رسنيزې ډلې مسؤل چې طلوع تلويزون يې هم يوه برخه ده وايي د نن ورځې د ماښام حملې قربانيان چې تر اوسه اووه تنو وژنه تائيد شوې ده ددغې ډلې کارکوونکي و.

دغې سرچينې پژواک ته وويل چې د «کابورا پروډکشن» کاسټر موټر په موبي ډلې پورې مربوط تر هدف لاندې نيول شوی او يو شمېر کارکوونکي وژل شوي او زخمي شوي دي.

کابورا پروډکشن د تلويزوني برنامو د توليد په برخه کې د طلوع تلويزون په ګډون تلويزوني برنامې چې د موبي رسنيو تر پوښښ لاندې دي، فعاليت کوي.

د کابل امنيه قومندان عبدالرحمان رحيمي خبريالانو ته وويل چې په دغه حمله کې اووه تنه وژل شوي او ۲۵تنه نور زخمي شوي دي.

عيني شاهدان وايي چې دغه حمله د يو ځانمرګي په وسيله چې په يو کرولا موټر کې سپور وو د دارلامان جادې په علاء الدين درې لاري کې ترسره شوه.

د وحدت ملي حکومت ولسمشر او اجرايي رئيس په بېلابېلو خبرپاڼو کې دغه حمله په کلکه غندلې ده.

محمد اشرف غني ويلي دي چې د افغانستان حکومت له تروريستي ډلو سره چې د بې ګناه خلکو په وژنه لاس پورې کوي د سولې خبرې اترې به ورسره نه ترسره کېږي او افغان دفاعي او امنيتي ځواکونه به په خپل ټول توان ددوي په وړاندې مبارز وکړي.

د اجرايي رياست خبرپاڼه کې له عبدالله عبدالله څخه په نقل راغلي دي: د هېواد د رسنيو په کارکوونکو باندې حمله چې په بې طرفه ډول او صداقت سره په سختو حالاتو کې خلکو ته په خبر رسونه مشغول دي د طالبانو او تروريستي ډلو له اصلي څېرې څخه چې په هيڅ ديني او مدني ارزښت باور نلري پرده پورته کوي.

عبدالله زياته کړې ده په داسې حال کې چې په دغه پېښه کې د هېواد شهيد شويو او زخمي شويو خلکو کورنيو، اوافغانستان خلکو ته تسليت وايم، د مذدورو تروريستانو دغه جنايتکارانه اوغير انساني عمل په کلکو ټکو غندم.

اجرايه رئيس دهېواد امنيتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه ترڅو په تمامې هوښيارۍ د خبريالانو او رسنيو امنيت تامين کړي او په جدي توګه دغه پېښه تر څېړنې لاندې ونيسي او ددغه جنايت عاملينو سره جدي او قاطع برخورد وکړي.

د طالبانو ډلې ددغې حملې مسؤليت په غاړه اخيستی دی. دغې ډلې څلور مياشتې مخکې طلوع او يک تلويزون ته اخطار ورکړی و چې له دې څخه وروسته به تر نظامي هدف لاندې وي او کارکوونکي به يې خوندي نه وي.

طالبانو د دغه دوه رسنيو د خپرونو تګلاره مغرضانه ګڼلې ده.

د افغانستان خبريالانو مرکز د دغې حملې په غندلو سره له خدای ج څخه د قربانيانو روح ته خوښي، زخميانو ته عاجله شفا او همکارانو ته يې د صبر دعا وکړه.

دغه بنسټ په عين حال کې له وحدت ملي حکومت څخه غواړي چې په خپله وعده ودريږي او په جدي ډول ددغه جنايت دعواملو په اړه اقدام وکړي او د خبريالانو او رسنيو د فعالانو امنيت د خپلو لومړيتوبونو څخه وګڼي.