د طلوع تلويزون کارکوونکو د وژنې ورځ د "تورې چهارشنبې" په نوم نومونه

د طلوع تلويزون کارکوونکو د وژنې ورځ د "تورې چهارشنبې" په نوم نومونه

۱ دلو ۱۳۹۴

کابل: د افغانستان خبريالانو فدراسيون، د موبي رسنيو په کارکوونکو باندې د طالبانو له لوري د ترسره شوې حملې ورځ د «تورې چهارشنبې» په نوم ونوموله او ويويل چې له دغې «تروريستي ډلې» سره له د افغانستان د رسنيو اړيکې جدي تغير وکړي.

د طالبانو د يو غړي له لوري د تلوع تلويزون د کارکوونکو چې د موبي رسنيو تر پوښښ لاندې فعاليت کوي په يو کاسټر موټر د تېرې ورځې په ماښام  ځانمرګي بريد کې ددغې رسنۍ اووه تنه کارکوونکي ووژل شول او ۳۰تنو په شاوخوا کې نور زخميان شول.

د خبريالانو فدارسيون استازو چې د خبريالانو د يو شمېر مدافع بنسټونو او رسنيو د هغې له جملې د افغانستان خبريالانو مرکز څخه تشکيل شوی دی، نن ورځ په يوه خبري ناسته کې دغه پېښه په کلکه وغندله.

صديق الله توحيدي د خبريالانو د فدراسيون په استازيتوب ددغه فدراسيون ګډه اعلاميه په لاندې ډول بيان کړه:

۱. د خبريالانو فدراسيون او افغانستان رسنۍ د طلوع تلويزون په کارکوونکو باندي وحشيانه حمله په کلکو ټکو غندي او دغه ورځ د افغانستان د رسنيو په تاريخ کې د «تورې چهارشنبې» په نوم نوموي.

۲. د طالبانو تروريستي ډلې ددغې وحشيانه حملې په ترسره کولو دا ثابته چې انساني ارزښتونو، بشري حقوقو، او د ازادو رسنيو فعاليتونو ته هيڅ ډول احترام نلري؛ او د هغوی دا جنايت د  دغې ډلې تروريستي ويره اچوونکی ماهيت په ډاګه کوي.

۳. د خبريالانو فدراسيون او افغانستان رسنۍ به په مختلفو اړخونو او بېلابېلو مراحلو کې طالبانو تروريستي ډلې دغه نابښونکی جنايت ته ځواب ووايي او خپل مهم تصميمونه به خلکو ته روښانه کړي.

۴. دغه بې سابقې او لوی جنايت به د رسنيو اړيکې د طالبانو له تروريستي ډلو سره بدلې کړي، تروريست طالبان به ددغه نابښونکي عمل دروند قيمت ورکړي او د افغانستان رسنۍ به له دې څخه وروسته د طالبانو د خبرونو پوښښ څرنګوالي او پاليسۍ په اړه جدي تغيرات رامنځته کړي.

۵. د خبريالانو فدراسيون او افغانستان رسنۍ د وحدت ملي حکومت له رهبر څخه جدي غوښتنه کوي تر څو هغه تروريستي ډلې چې د نظام په داخل کې دي او د تروريستانو په ګټه تبليغ او برنامه ريزي کوي ژر تر ژره وپېژني او محکمې ته يې راکش کړي. د فدارسيون غړي د دولت له لوري د تروريستي ډلو په وړاندې د هر ډول قاطع اقداماتو حمايت او ملاتړ کوي.

۶. له ټولو هغه داخلي او بهرنيو رسنيو څخه چې په افغانستان کې فعاليت کوي غواړم چې ددغه هېواد نافذ قوانين د «تروريزم او پروپاګنډ د تبليغ منع» مادې په ګډون په جدي ډول رعايت کړي. له حکومت څخه غواړو تر څو دغه ډول کړنو په اړه جدي اقدامات ترسره کړي  او سرغړونکي د قانوني څېړنو لاندې ونيسي.

۷. د خبريالانو فدراسيون او افغانستان رسنۍ د رسنيو د کارکوونکو د امنيت دتامين لپاره ژر تر ژره د عملي پلټنو فرصتونه د حکومت او رسنيو د مالکانو په هماهنګۍ په لاره واچوي.

۸. د رسنيو له خاوندانو غواړم تر څو د خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو کاري حقوق، په ځانګړي ډول هغه خبريالان چې په حرفوي او کاري دلايلو شهيد او يا زخمي کېږي، د «خصوصي رسنيو د عمومي فعاليت د تاسيس د طرز مقرره» تامين کړي.

۹. هغه رسنۍ چې د ژورنالستانو د فدراسيون او افغانستان رسنيو د اعلاميې له مفادو  او اقداماتو سره يوځای نشي ددغه فدراسيون له ملاتړ څخه به محروم شي.

۱۰. مونږ يو ځل بيا له حکومت څخه غواړو تر څو د کابل هغه ډله امنيتي مسؤلين چې ددغه تروريستي حملو د مخنيوي په اړه يې په خپلو وظيفو کې غفلت کړی دی، له دندې ګوښه او تر قانوني څېړنې لاندې دې ونيسي.

ددغه مراسمو په پای کې د ژورنالستانو فدراسيون استازو د طلوع تلويزون په ګډون، د پېښې له قربانيانو او زخمي شويو اشخاصو سره خپله همدردي ښکاره کړه.

د حکومت اجرايه رئيس عبدالله عبدالله چې په دغه مراسمو کې يې ګډون کړی وو وويل چې ددغې پېښې په اړه خواشينی دی او د يو تروريستي عمل په توګه يې غندي.

هغه وويل چې مربوطه مسؤلينو ته يې لارښوونه کړې ترڅو په دغه پېښه کې د وژل شويو او زخمي شويو اشخاصو سره همکاري وکړي. پژواک