« د ډله ییزو رسنیو» د تازه کميسيون د تاسيس لومړنی جلسه دايره شوه

۲۳ جدی ۱۳۹۴

کابل: د ډله ییزو رسنیو تازه کميسون په خپله لومړنۍ کاري جلسه کې ژمنه وکړه چې د خبريالانو د امنيت او حقوقو او درسنيو دفعاليت څخه د څارنې په برخه کې په پوره کوښښ کوي.

د ډله ییزو رسنیو کميسيون رئيس خپلواک صافي په هغه ناسته کې چې ددغه کميسيون دنورو غړو په ګډون په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ترسره کېدل ددغه کميسيون د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل چې ددغه کميسيون ټول غړي، مسلکي او د رسنيزو فعاليتونو متخصص وګړي دي چې د رسنيو د مدافع بنسټونو له لوري د ازادو ټاکنو په اساس انتخاب شوي دي.

صافي زياته کړه چې د رسنيو د يووالي قانون په اساس، د جواز لپاره د چاپي رسنيو او رسنيزو مؤسسو د غوښتونکو د غوښتنې بررسي، د الکترونيکي رسنيو غوښتونکو د غوښتنو بررسي او اطلاعاتو اوکلتور وزارت ته د هغوی د منظورۍ وړانديز ( دمخابراتو وزرات له لوري د فريکونسۍ د تعين وروسته)، د رسنيو د يووالي فعاليتونو ارزونه، د خبريالانو او د رسنيو د نورو کارکوونکو د حقوقو او امتياز له رعايت څخه څارنه، د رسنيو د مالي سرچينو د شفافيت څارنه، د تلويزون او راډيو په مالي، اداري او نشراتي چارو څارنه، د ملي راډيو تلويزون د بوديجې دقيقه بررسي او د رسنيو عالي شورا ته د راپور استول ددغه کميسيو له وظيفو اوصلاحيتونو څخه ګڼل کېږي.

رسنيو د يووالي د کميسيون رئيس وښودله چې ددغه کميسیون غړي کوښښ کوي تر څو د رسنيو او خبريالانو لپاره د همکارۍ فضا او يو مناسب کاري محيط رامنځته کړي.

خپلواک صافي په عين حال کې وويل چې ياد کميسيون، دې ته وادار دی چې د رسنيزو مسايلو په سره منازعات د هغې له جملې د يوې رسنۍ په نو باندې جنجال حل وفصل کړي.

حامد عبيدي، عالم کوهکن، جاويده احمدي، علي ياور اکبري، مار نبرد ائين، نادره رضايي او خپلواک صافی د رسنيو د ياد کميسون غړي دي، او د روان کال د ميزان مياشتې په ۱۸ د ټاکنو له لارې خپلواک صافی د رئيس او جاويده احمدي ددغه کميسيون معاونې په توګه معرفي شول.

ولسي جرګې په ۱۳۹۳کال د دلوې ۸ د درې پر دوه برخو غړو د ۲۴ او ۴۳مادې د تعديل او ۴۴مادې د زياتولو طرحه تصويب کړه او ولسمشر د همدې کال د حوت په ۱۱ دغه قانون توشيح کړ.

د رسنيو د يووالي قانون د ۴۲مادې په اساس دغه قانون او د شکايتونو او سرغړونو د بررسۍ کميسيون چې د فعاليت څرنګوالی يې په تېر کال کې د يوې اندېښنې او دخبريالانو او رسنيو د فعالانو تر منځ د عمده جنجال په ترڅ کې اطلاعاتو او کلتوروزارت ته تبديل شوی و، د ۴۴مادې په اساس تشکيل شوی دی. پژواک