اطلاعاتو او کلتور وزیر: ملي امنیت باید د مجددي حالت روښانه کړي.

اطلاعاتو او کلتور وزیر: ملي امنیت باید د مجددي حالت روښانه کړي.

کابل، ۲۸ جدی ۱۳۸۹

د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین د حجت الله مجددي د نېول کېدو له څلور میاشتو له پوره کېدو وروسته د افغانستان ملي امنیت څخه غوښتنه وکړه چې د دې نیونې په اړه معلومات ورکړي.

ښاغلي رهین چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز جوړېدو دویمې کالیزې درناوي په مخوخه جو شوو مراسیمو کې خبرې کولې څرګنده  کړه چې « هغه اوس هم په زندان کې دی، له همدې دریځه غواړم له څو میاشتو راهیسې چې دا ځوان په زندان کې دی ټولو ته د دې موضع حقیقت روښانه کړي.»

د کاپیسا ولایت د ازادو ژونالیستانو ټولنې مسوول او ازاد خبریال حجت الله مجددي د ۱۳۸۹کال د وږي میاشتې په ۲۷ مه نېټه د راپور چمتو کولو پر مهال د کاپیسا ولایت په مرکز چاریکار کې د ملي امنیت موظفینو لخوا ونیول شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر زیاته کړه چې د حقایقو له معلومولو وروسته کولی شي هغه ته د دوست خطاب وکړي او یاله هغه څخه کرکه وکړي.

حجت الله مجددي له نیول کېدو یوه میاشت مخکې پینځه کلونو لپاره د کاپیسا ولایت دولتي راډیو ټلویزیون مدیر په توګه دنده ترسره کړې وه چې د کاپیسا ولایت پخواني والي غلام غوث ابوبکر سره د اختلاف له امله له دندې ګوښه شوی وو.

له دې مخکې د امنیت ریاست اعلان کړی وو چې حجت الله مجددي ترهګرو سره دولت ضد کړنو کې د لاس لرلو په دلیل نیولی په داسې حال کې چې د هغه ورور او پلار د افغانستان خبریالانو مرکز سره په اړیکه کې دا تورونه په کلکه رد کړي و او هغه یې دام کېښودل یاد کړي وو.

د افغانستان خبریالانو مرکز د ملي امنیت ریاست څخه غواړي چې تر څو« په زندانونو کې د تروریستي جرایمو په شک نور د بندیانو ساتلو ته» د پای ټکی کیږدي او د دې قضیې ترشاه پراته حقایق روښانه او معلومات یې ټولوته ورسوي.

دا مرکز د روان  وضعیت د دوام غندنه کوي او له دېنه چې د حجت الله مجددي له نیول کیدو څلور میاشتې تېریږي خو لاهم د هغه قضیه نامعلومه او نا څرګنده برخلیک لري، کلک اندېښمن دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د ولسمشر کرزي څخه غواړي چې په دې قضیه کې په مداخلې سره عدالت تامین کړي او اجازه دې نه ورکوي چې د حجت الله مجددي برخلیک د بندو دروازو ترشا او د ملي امنیت اوسپنیزو دیوالونو تر شا ونیول شي.