د خورشېد راډیو تلویزیون خبریال او د تخنیک برخې یو کار کونکی کابل کې د ماین په چاودنه کې ووژل شوو

 ۱۰ غبرګولي ۱۳۹۹

کابل- کابل کې د خورشېد راډیو تلویزیون د کار کوونکو په لېږدونکي بس موټر باندې شوې ماین چاودنه کې خبریال ضمیر امیري او د تخنیک برخې کار کونکی شفیق لله وژل شوي او د دې رسنۍ نور شپږ کار کوونکي سخت ټپیان شوي دي.

 

دا پېښه نن ماذیګر ۴:۳۰ په شاوخوا کې د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند ګل سرخ څلور لارې کې شوې ده

د خورشید راډیو تلویزیون رئیس محمد رفیع صدیقي وایي چې ټپیان د امرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.  د هغه په وینا، د دوه ټپیانو حالت نازک دی.

د خورشید راډیو تلویزیون رئیس زیاته کړه چې تر اوسه د دې پېښې عاملین معلوم شوي نه دي او په نیږدې وخت کې دې رسنۍ ته کوم ګواښ هم نه دی شوی.

وسله والو طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سره په دې چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د خورشید تلویزیون په کار کوونکو شوی برید  د یو کړغېړن عمل په ګڼلو سره یو تروریستي کار بولي او په شدت یې غندي.

دا بنسټ د قربانیانو له کورنۍ او همکارانو سره د خواخوږۍ په شریکو له امنیتي بنسټونو غواړي چې دا پېښه په جدي توګه برسي کړي او ترسره کوونکي دې تر قانوني پلټنې لاندې ونیسي.

دا پېښه په داسې وخت کې وشوه چې د تیر کال زمري میاشت کې په ورته بله پېښه کې د خورشید راډیو تلویزیون د کار کوونکو موټر باند د ماین چاودنه وشوه چې له امله یې یو پلې کس ووژل شو او د دې رسنۍ د دوه کار کوونکو ترڅنګ پکې نور درې تنه ټپیان شول.