۱۱ قوس ۱۳۹۴
کابل: د یادې اتحادیې د راپور له مخې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د انټرنټ وضیعت هېڅ ښه والی نه دی موندلی.
د دې هېوادونو په سر کې جنوبي کوریا ده، چې د ۹۳/۸ امتیاز په درلودو سره یې دا مقام خپل کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې یاد هېواد په ای ټې یو کې چې په ۲۰۱۰کال کې خپره شوه لومړی مقام خپل کړی دی. اې ټې یو اړیکې د لاسرسي، وړتیا او ګټه اخیستنې له مخې څېړي.
وروسته ت جنوبي کوریا څخه په ترتیب ایسلنډ او نمارک د ۸۸/۸، ۸۶/۸ امتیاز په لرلو سره دویم او درېیم مقام لري.
په دې نوملړ کې برتانیا، سویډن، لوگزامبورگ، سویس، هالنګ، هاکاننگ، ناروې، جاپان، فنلنډ، استرالیا، آلمان، امریکا، نیوزلند، فرانسه، موناکو، سنگاپور، و استونیا پر لوړو امتیازاتو درلودو سره له څلورمه پیل تر شلمه ځای لري.
که څه هم په دې برخه کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د پام وړ پرمختګ کړی؛ خو افغانستان په دې برخه کې پرمختګ نه دی کړی.
په نوملړ کې تر افغانستان وروسته ځینې افریقایي هېوادونه لکه؛ تانزانیا، موزامبیک، بورکینافاسو، کنگو، سودان جنوبی، گینه بیسائو، مالاوی، ماداگاسکار، ایتیوپیا، اریتریا راغلي دي.

