کابل، سه شنبه ۲۱ جدی ۱۳۸۹
د سرنوشت ورځپانې مسوول اسدالله وحیدي د کابل ولایت په بند خونه کې له ۳۰ ساعته بند وروسته، د دوشنبې په ماښام د لویې څارنوالۍ په امر خوشې شو.
وحیدي د یکشنبې په ورځ ۱۲ بجې د افغانستان ملي امنیت سلاکار شکایت په اساس د لوې څارنوالۍ په امر نیول شوی وو.
د افغانستان د ملي امنيت مشاور رنګين دادفر سپنتا شکايت کړی و چې د هغه د ورور د تورونولو په اړه خپور شوي راپور کې چې په هرات کې د يو غير قانوني وسله والې ډلې د جوړيدو په اړه و د ښاغلي سپنتا نوم هم ياد کړی و.
اسد الله وحیدي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې: « کابل ولایت کې په ۳۰ ساعته بند کې، خپلې کورنۍ، دوستانو او یا همکارانو سره مې د اړیکه نیولو اجازه نه لرله او زه یې د هغه کسانو سره چې په جنایي جرمونو تورن وو ساتلی وم.»
هغې وویل د دوشنبې له سهار وروسته د څارنوالۍ استازي په زندان کې له هغه غوښتي دي چې د خپلې ازادۍ لپاره، په هغه سرغړونه چې تورن شوی دی بخښنه وغواړي.
وحید زیاته کړه چې هغه دی کار ته اماده نه شو مګر د څارنوالۍ استازي د هغه د خوشې کولو د حکم په ابلاغ سره وویل چې دا قضیه همداسې پرانیستې ده.
د سرنوشت ورځپاڼې د امتیاز څښتن حمید ناصري په وینا، هغوی تېره اونۍ د دادفرسپنتا د ورور وحید طاهري په اړه یو راپور خپور کړی وو چې په هغې کې وحید طاهري په ولایت کې د یوې وسله والې ډلې په جوړېدو تورن شوی وو.
د ناصري په خبره، هغوی دا راپور د هغه ثبوتونو په اساس چې په لاس کې یې درلودل د خبریالۍ اصولو سره سم جوړ کړی وو او په دې اړه د ښاغلي طاهري سره خبرې شوې وې او تر دې چې ښاغلي طاهري دا موضوع رد کړې ده.
د افغانستان خبریالانو مرکز د سرنوشت ورځپاڼې مسوول خوشې کېدو څخه د هرکلي تر څنګ د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو غیري قانوني نېونې ته د پای ټکی کیږدي او له هر اقدام مخکې دې اجازه ورکړي چې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو کمېسیون ورته رسیدګي وکړي.

