۶ جدی ۱۳۹۴
کابل: د رسنيو شکايتونو او سرغړونو ته د رسيدګۍ قانون له تازه کار کولو پېل سره سم د اطلاعاتو او کلتوروزير په رياست ددغه کميسيون طرزالعمل او وظايف اعلان کړل.
دغه کميسيون شاوخوا اووه مياشتې مخکې د خبريالانو او د رسنيو د فعالانو د شکايتونو د زياتيدو په صورت کې له عبدالباري جهاني له لوري لغوه شوی و. اعتراض کوونکي په دې باور و چې ياد کميسيون د عمومي رسنيو د قانون خلاف دی او د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزير له هغه څخه پر خبريالانو او رسنيو باندې د يو فشار په توګه استفاده کوله؛ دغه تور چې د حکومت دې بنسټ رد کړی و.
حميرا ثاقب د تازه تشکيل شوي کميسيون غړي پژواک ته وويل چې دغه کميسيون دوه مياشتې مخکې رامنځته شو او تر اوسه عملاً په کار پېل کړی او طرزالعمل او وظايف يې اعلان شوي دي.
هغې زياته کړه چې ددغه کميسيون په ترکيب کې متخصص او تجربه لرونکي اشخاص شامل دي او ددې سبب ګرځيدلی چې د هغوی په کار باندې باوري شي.
د ميرمن ثاقب په وينا له دې مرجعې څخه مخکې د خبريالانو د شکايتونو دحل لپاره کوم (قانون) شتون نه درلود او اوس دا کميسيون وتوانيد چې د يوې ښې مرجع په توګه په کم وخت کې د رسنيو شکايتونو او سرغړونو ته رسيدګي وکړي.
د رسينو شکايتونو او سرغړونو ته د رسيدګۍ کميسيون په داخلي تګلاره او دندو کې چې په ۵فصلونو او ۱۷مادو کې ترتيب شوي دي، راغلي دي چې دغه کميسيون د رسنيو د يوالي قانون د ۱فقرې او ۴۴مادې مطابق د ۱۱ غړو په ترکيب په لاندې ډول تشکيل شوی دی: د اطلاعاتو اوکلتوروزير، د حقوق بشر کميسيون غړيو استازی، د مدني ټولنو دوه انتخاب شوي استازي، د سينما داتحاديې او خبري بنسټونو دوه منتخب استازي، د جنسيت په نظر کې نيولو سره د رسنیو د عالي شورا په تاييد، يو حقوق پوه، د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رئيس، د علماو شورا غړو ديني عالم او منشي ددغه کميسيون له غړو څخه دي.
د رسنيو د ياد طرزالعمل او قانون مطابق عبدالباري جهاني د اطلاعاتو اوکلتور وزير د رئيس په توګه، ضيابوميا معاون، وحيد غروال، خدا بخش محسني، رحيم جامي، محمد داود طوفان، حميرا ثاقب، نوریه اشرف، وحيدالدين ارغوان او صديق اله توحيدي د غړو په حيث تعين شول.
د عمومي رسنيو د کار څخه د اشخاصو حکمي او حقيقي شکايتونو ته رسيدګي، د سرغړونکو په وړاندې د تدابيرو وضع کول، د رسنيو شکايتونو او سرغړونو ته د رسيدګۍ لپاره د رسنيو د قانون مطابق بېله تګلاره او لارښوونې، ددغه طرزالعمل د اجرا په منظور د کاري برنامو تصويب او تطبيق. د ياد کميسيون له صلاحيتونو څخه دي.
سربېره پر دې په دې طرزالعمل کې راغلي دي چې د سرغړونکو په وړاندې د توصيې او اخطاريې صادرول او عدلي سرچينو ته د هغوی معرفي کول د ياد کميسيون له صلاحيتونو څخه دي چې د غړيو د رايو په اکثريت سره صورت نيسي. مګر دا چې په ياد طرزالعمل په بل ډول حکم وشي.

