۱۸ قوس ۱۳۹۴
کابل: د اطلاعاتو اوکلتوروزير د رسنيو شکايتونو ته د رسيدګۍ کميسيون شاوخوا شپږمياشتې مخکې لغوه کړی و خو اوس يې د همدغه کميسيون د رئيس په توګه جلسه دايره کړې وه او ځينو رسنيو ته يې توصيه وکړه چې څه ډول کار وکړي.
د هشت صبح ورځپاڼې داسې تصويرپاڼه نشر کړې ده چې په هغه کې رسنيو شکايتونو ته د رسيدګۍ منحل شوي کميسيون د اطلاعاتو اوکلتور وزير د عبدالباري جهاني په رياست د جلسه تشکيل کړې ده.
په دې جلسه کې چې تاريخ يې د عقرب ۲۴ذکر شوی دی، په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت ته په خطاب کتنه شوې ده چې ددغه وزارت دمکتوب په اساس، د ولسي جرګې د ديني او کلتوري چارو کميسيون په شکايت سره د«ولسي جرګه د نفاق مظهر، د پارلمان منطق پارلمان دی که شخصي خلوت حيات» مضامينو د نشر په اساس چې په هشت صبح، اطلاعات روز او جامعه باز ورځپاڼو کې بيا نشر شوي و رسيدګي وکړه او نوموړی تصميم يې ونيو.
له هغه ځايه چې د رسنيو د يووالي قانون د ۴۵مادې په اساس د هر ډول مطلب خپرول چې د حرمت د ماتېدو، حکمي او حقوقي اشخاصو توهين او سپکاوي سبب کېږي، اجازه نه ورکول کېږي د اطمنان په صورت کې بايد دغه راپور په مستند ډول جوړ شي، د متهمينو نومونه ياد کړي او په نورو حقوقي او حکمي اشخاصو تور پورې نکړي، په دې اساس دغه کميسيون د يادو ذکرشويو خپرونو مديرانو ته جدا توصيه کوي چې له دې وروسته د هغه مطالبو له خپرولو چې د اشخاصو د حکمي او حقيقي حرمت د ماتېدو سبب ګرځي په جدي ډول ځان وساتي.
دا اقدام په داسې حال کې صورت نيسي چې د عقرب په ۱۲، د ولسي جرګې د ديني وفرهنګي چارو کميسيون د يو غير قانوني اقدام په ترڅ کې د هشت صبح، اطلاعات روز او جامعه باز ورځپاڼو مسؤلين ددغه مطلب د نشر په خاطر احضار کړي و مګر ددغو رسنيو مسؤلينو دغه کار په غير قانوني ګڼلو دياد کميسيون په ناسته کې ګډون ونکړ.
د افغانستان خبريالانو مرکز د رسنيو شکايتونو د بررسۍ کميسيون د فعاليتونو د ادامې په غير قانوني ګڼلو د اطلاعاتو اوکلتور وزارت له وزير څخه غواړي چې دغه ډول غير قانوني او خپل سرو کړنو څخه لاس واخلي او د قانون په چارچوب کې عمل وکړي.
د رسنيو شکايتونو ته د بررسۍ کميسيون د هېواد د رسنيو عمومي قانون کې شتون نه لري او پخواني وزير نږې پنځه کاله په غير قانوني ډول دغه کميسيون فعال وساته او په خبريالانو او د رسنيو فعالانو باندې يې د فشار لپاره له هغه څخه استفاده کوله.
د افغانستان د رسنيو د عمومي قانون په اساس له رسنيو څخه هر ډول شکايت بايد د عمومي رسنيو له کميسيون له لوري تر څېړنې لاندې ونيول شي مګر تر اوسه دا قانون ندی تشکيل شوی.
له همدې اړخه د قانون وضاحت په پاملرنې هيڅ دولتي او غيری دولتي مقام يا بنسټ نشي کولی په خپل سري ډول د رسنيو مسؤلين يا خبريالان احضار کړي او هغوی ته سزه ورکړي.

